IQNA

د مصر ولسمشر د شېخ الازهر د بدلولو په لټه كښې دے

22:01 - July 20, 2012
د خبر لمبر: 2373074
نړيواله ډله: مصری سرچينو د دغه هېواد د شېخ الازهر او د لوے څارنوال او مفتی د بدلولو لپاره د منتخب ولسشمر محمد مرسی له فېصلې څخه خبر وركړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ((المصريون)) خپلواكې ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د ځينو سرچينو په قول ولسمشر ټاكل شوې ده د مصر د الازهر د شېخ، د دغه هېواد د مفتی او عمومی څارنوال د بدلولو لپاره نوې فېصلې غوره كړی.
دغو سرچينو وويل: محمد مرسی له دغو بدلونونو څخه ملاتړ كوی، په تېره بيا دې ته په پام سره چې د الازهر اوسنے شېخ احمد الطيب په تېر رژيم كښې د حسنی مبارك او واكمن ګوند د غړيو لخوا يو منصوب كس ګڼل كیږی او د هغه ځينې كارونه له اخوان المسلمين او د ازادۍ او عدالت له ګوند سره د مخالفت بيانوونكی دی.
د دغه رپوټ له مخې د مصر د ولسمشر او دينی ادارو ترمېنځ تاو تريخوالے له هغه ځايه زيات شو چې شېخ الازهر ځينې شخصيتونه چې له اخوان المسلمين سره یې تعلق لرۀ د علماو له عالی شورا څخه ووېستل او په دې حقله یې له محمد مرسی سره هیڅ مشوره ونكړه، په داسې حال كښې چې په تېرو وختونو كښې به داسې فېصلې د حكومت د امنيتی ادارې لخوا او د ولسمشر په دستخط سره ترسره كېدې.
دغه سرچينې وائی چې دا احتمال شته چې د مصر پخوانے مفتی ډاكټر نصر فريد وائل د شېخ الازهر په توګه انتخاب شی. البته دا احتمال شته چې د دغو بدلونونو لمن د مصر د اوسنی مفتی علی جمعه په لور هم وغزیږی ځكه چې هغه هم د پخوانی رژيم لخوا له منصوب شويو كسانو څخه دے. دغو سرچينو د شېخ علی جمعه د جانشينۍ لپاره د الازهر پوهنتون د اصولو د پوهنځی د مشر عبدالرحمن البر د نوم له تجويز كولو څخه هم خبر وركړے دے.
همدارنګ دا احتمال هم شته چې دغه بدلونونه د عمومی څارنوال عبدالمجيد محمود لمنې ته هم ورسی او امكان شته چې احمد مكی او محمود الخضيری د دغه مهم پوسټ لپاره غوره كړې شی.
مصری سرچينو دا يادونه هم كړې ده چې دغه بدلونونه كېدې شی د مصر د فوځی شورا او محمد مرسی ترمېنځ د تاوتريخوالو يوه نوې څپه رامنځته كړی. ځكه چې دغه شخصيتونه د له فوځی شورا سره زيات تعلق لری او د دغې شورا منظور نظر كسان دی.
1057635
captcha