د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند رامين مهمانپرست د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په مركه كښې په دې بيان سره چې په بهرنی سياست كښې د ايران اهداف د ټولو هيوادونو سره اړيكو ته پاملرنه ده، ووئيل: مونږ صهيونسټی رژيم يو ناجايز رژيم بولو او دغه رژيم زمونږ د بحث له دايرې وتلے دے او له بلې خوا هغه يوازنې هيواد چې تراوسه ورسره په بهرنی سياست كښې زمونږ هیڅ ډول رابطه نشته، امريكا ده.
دوی ووئيل: د رابطې دغه نشتوالے په مختلفو شكلونو د ايران د ولس په حق كښې د امريكې د اوږدو دښمنيو په وجه دے، زمونږ په ولس كښې د امريكائی چارواكو له اقداماتو څخه يوشمير تراخه يادونه او خاطرات موجود دی او لكه څنګه چې حضرت امام خمينی(رح) فرمائلی وو او د انقلاب معظم رهبر هم ورباندې ټينګار لری، ترڅو پورې چې د مسئولانو او خلكو ترمينځ د امريكائی چارواكو د دغو غليمانه اقداماتو په نسبت بغض او كينه شتون ولری تر هغه وخته پورې په اړيكو كښې د تجديدنظر هیڅ ډول امكان وجود نلری.
دوی په دوام كښې څرګنده كړه: د امريكې لخوا زمونږ د هيواد د خپلواكۍ او ځمكنۍ بشپړتيا احترام كول پكار دی په بشپړه شفافه توګه او په يو عملی كړچار سره د ليدو وی.
مهمانپرست په پائې كښې ووئيل: امريكايان تصور كوی چې په ولس باندې د دباؤ په اچولو سره كوې شی له نظام څخه د ايران د خلكو حمايت كم كړی او خپلو اهدافو ته ورسی خو ترڅوپورې چې په دغو غلطو محاسباتو سره رفتار كوی ترهغه وخته به زمونږ د خلكو ترمينځ هیڅ موقعيت ونلری. 1058024