IQNA

د رمضان د مياشتې په ليدو كښې د عراق د مختلفو ډلو د نظر اتفاق

19:37 - July 21, 2012
د خبر لمبر: 2373919
نړيواله ډله: د رارسېدلو رپوټونو له مخې سږ كال دعراق مختلفو ډلو او طبقو د رمضان د مياشتې په ليدو او په دغه هېواد كښې د روژه نيولو په شروع كولو كښې له يو بل سره د نظر اتفاق لرلے دے.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د نون خبرې اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، په عراق كښې د شيعه مسلمانانو د مرجع آيت الله العظمی سيد علی سيستانی په دفتر كښې يوې باخبرې سرچينې وويل: دغه دفتر نن د چنګاښ د مياشتې ٣١ نېټه د روژې دمباركې مياشتې وړومبنۍ ورځ اعلان كړې ده.
په كربلا كښې د آيت الله العظمی سيستانی نمائنده سيد احمد الصافی هم پرون د چنګاښ د مياشتې په دېرشمه نېټه له عراقی سياستدانانو څخه وغوښتل چې د روژې په مباركه مياشت كښې دې سياسی اختلافات چې د هېواد په ګټه نۀ دی څنګته كړی.
د عراق د سنی اوقافو ادارې هم نن د روژې د مباركې مياشتې وړومبنۍ ورځ اعلان كړه او په دې مياشت كښې یې د ټولو مسلمانانو د اعمالو او اطاعاتو د قبلېدو دعا وكړه.
1058044
captcha