د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د سفير نور د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په دغه كتنه كښې د مسلمانانو د شورا مشر د دغه هېواد د دينی اقليتونو مسائلو او مشكلاتو ته د فرانس د نوی ولسمشر له پاملرنې څخه د قدرونې په ترڅ كښې هيله څرګنده كړه چې په نوی حكومت كښې به اسلام د دغه هېواد په معنوی فضا كښې د يو عنصر په توګه مطرح او د يو سياسی موضوع په توګه د هغۀ په باره كښې بحث ختم شی.
هغۀ همدارنګ د فرانس د مسلمانانو د شورا د فعاليت د څه رنګوالی په حقله د يو رپوټ په وړاندې كولو سره د دغې اسلامی ادارې د نوې اساسنامې او د هغی د اصلاح لپاره د هلو ځلو په اړه وضاحت وكړ او له اولانډ څخه یې وغوښتل چې چې د جوماتونو د امامانو د تربيت لپاره د دغې شورا اختيارات دې زيات كړې شی.
د فرانس ولسمشر هم وويل چې د دينی اقليتونو په تېره بيا د مسلمانانو د وضعيت د ښه كولو لپاره به خپلې ټولې هلې ځلې وكاروی.
اولانډ همدارنګ تاكيد وكړ چې له ټولو حكومتی برخو سره په غږملتيا سره به كوشش وكړی چې په فرانس كښې د اسلام د پېروكارو د رسمی نمائنده په توګه د هېواد د مسلمانانو شورا وكړې شی په ښۀ توګه فعاليت وكړی.
1058117