IQNA

ايت الله خامنه ای: د اسلامی امت نيكمرغۍ د داسې تمدن په جوړولو كښې ده چې اساس یې الهی وحی وی

13:38 - July 22, 2012
د خبر لمبر: 2374614
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود پرون په تهران كښې د قران كريم د قاريانو حافظانو او استادانو په ټول كښې د اسلامی امت نيكمرغۍ د الهی وحی، معنويت او اخلاقو پر اساس د تمدن د بنسټ په كیښودلو كښې وباله.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله العظمی خامنه ای پرون په تهران كښې د قران كريم د قاريانو حافظانو او استادانو په ټول كښې د ايران داسلامی جمهوريت هدف د داسې تمدن رامينځته كول وبلل چې له الهی هدايت او قران كريم څخه سرچينه اخلی.
ايت الله خامنه ای حضرت له معنويت او اخلاقو ليرې او په ماديت ولاړ ديوه تمدن په توګه دلويديدیځ دتمدن لخوا دانسانانو استثمار ته په اشارې سره ټينګار وكړ د بشر د حقوقو او اخلاقو په باره كښې د لويدیځو هيوادونو د دروغجنو ادعاګانو ښكاره نمونه په ميانمار كښې د زرګونو مسلمانانو د وژلو په باره كښې د دغو ادعا كونكی چپتيا ده.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود زياته كړه د لويدیځ تمدن د تيرو پیړيو په اوږدو كښې چې هر ځاې پښه كیښودلی ده نو د انسانو له استثمار او فساد پرته یې بله هیڅ نتيجه نه ده لرلی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای جوته كړه عزت، هوساينه، مادی او معنوی پرمختګ، نيك اخلاق او په دښمانانو غلبه به يوازې د قران په معارفو دعمل كولو له لارې لاس ته راشی.
حضرت ايت الله خامنه ای د اسلامی ملتونو بيدارۍ ته په اشار ې سره وويل كه چيرې اسلامی ملتونه وكولای شی د الهی وحی، معنويت او اخلاقو پراساس يو تمدن جوړ كړی نو بشر به نيكمرغه شی.
د مسلمانانو ولی امر حضرت ايت الله خامنه ای له قران كريم سره په مينې كښې د عقل او عاطفې جوړښت ډير ګټور وباله او ټينګار یې وكړ كله چې له مينې سره د قران كريم عقلانی عقيدې يو ځاې شی په قران كريم د عمل زمينه برابریږی او په نتيجه كښې د اسلامی ټولنې برياليتوبونه به هم زيات شی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود په ايران په تيره بيا په ځوانانو كښې له قران كريم سره د مينې د غورځنګ په پراختيا د خوښې په څرګندولو سره د قران كريم په مفاهيمو كښې د غور او تدبر او په هغوې د عمل كولو پرضرورت ټينګار وكړ.
د روژې د بختورې مياشتې له لومړۍ ورځې سره سم پرون په تهران كښې د ايران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای په شتون سره له قران كريم سره د مينې غونډه جوړه شوه. په دغه نورانی غونډې كښې د قران كريم قاريان، حافظانو او استادانو د قران مجيد د يو شمير ايتونو تلاوت وكړ او يوې شمير ډلو هم د روژې د مياشتې د فضيلت په باره كښې مدح او ستاينې وكړې.
1058835

captcha