IQNA

احمدی نژاد: د لبنان د ۳۳ ورځنی جنګ بريا د مقاومت په لاس د لبنان او سيمې فتح الفتوح دی

17:03 - July 22, 2012
د خبر لمبر: 2374836
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن د لبنان د حزب الله غورّځنګ عمومی منشی سيد حسن نصرالله ته په خپل پيغام كې زياته كړه د مقاومت مبارزان په ۳۳ورځنی جنګ كې وتوانيدل د نيواكګر صهونيسټی رژيم له مينځه خالی او تيریګره جوسه تر پښو لاندی كړی.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد په خپل پيغام كې زياته كړه چې همدارنګ د مقاومت مبارزان په ۳۳ورځنی جنګ كې د ظلم او بې انصافۍ اډاڼۍ ولړزوی چې نتيجه ئې د ملتونو سرلوړی او عزت او د استكباری جبهې او د هغو د ملاتړو لالهاندی وه.
ډاكټر احمدی نژاد د حزب الله غورځنګ عمومی منشی ته د ۳۳ ورځنی جنګ د وياړمنې كاميابۍ په باب د مباركۍ په پيغام كې روښانه كړه په دغه جنګ كې د اسلامی مقاومت د میړنيو او سرښيندونكو مجاهدينو وياړمنه كليزه چې د الهی عناياتو او د تاسو د مدبرانه مشرۍ په سيوری كې او دغه راز د مبارزانو په مجاهدت، د لبنان د مظلومو خلكو په مقاومت او شهيدانو د پاكو وينو په بهيدا سره ئې تحقق موندلی، تاسو او د لبنان میړنی او ورور ملت ته د ايران د حكومت او ملت له خوا د زړه له قومې مباركی وايم د اسلامی جمهوريت ولسمشر په دغه پيغام كې زياته كړې نن سبا چې د مقاومت تندرستې ونې ميوه وركړې او د سيمې ملتونه ورځنی استفاده كوی، يو ځل بيا د ملتونو منتظرې سترګې د مقاومت او ویښتيا ميوه وينی او د مينې او ولولې اوښكې تويوی اوس له بل هر وخته د عنكبوت خونه په لړزاده او د مقاومت جبهه له بل هر وخته لا پياوړی او تل پاتې ده.
1059394
captcha