IQNA

د روژې په مباركه مياشت كښې دشېخ زايد جامع جومات د غېرمسلمو كوربا

21:44 - July 22, 2012
د خبر لمبر: 2374929
نړيواله ډله: داماراتو په ابوظهبی ښار كښې د شېخ زېد جامع جومات د دغه هيواد يوازېنے جومات دے د روژې د مباركې مياشتې په دوران كښې د غېرمسلمو مېلمستيا ته اماده دے.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د khaleejtimes د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ،د روژې دمباركې مياشتې په دوران كښې يو شمېر لارښوونكی ددغه جومات د كتونكی د هدايت كولو وظيفه په غاړه لری او د دغه تاريخی جومات د مخينې ، فعاليتونو او همدارنګ د هغۀ د داخلی برخو د معمارۍ او طراحۍ په اړه ضروری معلومات د كتونكو په اختيار كښې وركوی.
مينه وال كولې شی د خالی له ورځ نه د زيارت ترورځې پورې د ځای وخت مطابق له سهار ٩ بجو نه د غرمې تر ١٢ بجوپورې له دغه جومات څخه كتنه وكړی.
د دغه اسلامی مركز مديران په دې لټه كښې دی چې د داسې يوې طرحې په وړاندې كولو سره غېر مسلم كسان د روژې له مباركې مياشتې او د هغې له مذهبی مناسكو سره اشنا كړی.
د روژې د مباركې مياشتې په دوران كښې د دغه جومات د كتونكو د اوسېدو لپاره وېړيا بندوبست هم د شېخ زېد د جومات د مركز لخوا له وړاندې كړې شويو نورو خدمتونو څخه دی.
1058660
captcha