د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د seneweb د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د پوليسو د رپوټ له مخې د كاسابلانكا ښار دغه ٢٢ كلن ځوان د فېس بك په ډله ايز سایټ كښې په خپله ذاتی پاڼه كښې د خداے د ګران رسول (ص) له سپكاوی نه ډك تصويرونه خپاره كړی وو.
امنيتی ځواكونو همدا رنګ په دې خبره پخلے وكړ چې د ترسره شويو تحقيقاتو له مخې په هغه موده كښې چې دغه ځوان په فېس بك كښې له سپكاوی نه د ډكو موادو په خپرولو بوخت ؤ د فېس بك د ځينو غړيو لخوا چې د فارس خليج د څنډې په هېوادونو كښې موجود دی زيات رقم پېسې د هغۀ په بېنك اكاؤنټ كښې اچولې دی چې دا موضوع د دې كار لپاره له مخكښې نه د پلاننګ او پروګرام سنجونې د موضوع ښودنه كوی.
د دغه ٢٢ كلن ځوان د نيول كېدو حكم د مراكش د عدلیې د وزير لخوا جاری شوے دے خو تر اوسه د عدالت د جوړېدو د وخت په اړه څه اطلاع په اختيار كښې نشته.
1059083