IQNA

د وهابيانو له نوی چېلېنج سره د مقابلې لپاره د شام د فوځ تياری

21:48 - July 22, 2012
د خبر لمبر: 2374935
نړيواله ډله: له دمشق سره نزدې د حضرت بی بی زېنب سلام الله عليها د زيارت د ورانولو لپاره له وهابيانو سره د وابسته رسنيو له تبليغاتو سره په يو وخت وسله والو عناصرو كوشش وكړ چې دغه سيمه په لاس كښې ونيسی چې د شام د فوځ له چټكه ردعمل سره مخامخ شول.
د اېران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ ، له دمشق سره نزدې د حضرت بی بی زېنب سلام الله عليها د زيارت د ورانولو لپاره له وهابيانو سره د وابسته رسنيو له تبليغاتو سره په يو وخت وسله والو عناصرو كوشش وكړ چې دغه سيمه په لاس كښې ونيسی چې د شام د فوځ له چټكه ردعمل سره مخامخ شول.
له دمشق سره نزدې په زينبيه سيمه باندې په حمله كښې د وسله والو وهابی عناصرو له اقدامه وروسته د شام وسله والو ځواكونو پرون د چنګاښ د مياشتې په ٣١ په يو چټكه اقدام كښې دغو حملو ته ځواب وركړ او په دغه سيمه كښې په كامله توګه ځاےپرځاےشول.
د حضرت بی بی زينب سلام الله عليها په سيمه باندې د وسله والو وهابی ډلو او عناصرو حملې په داسې حال كښې بڼه نيسی چې له وهابيانو سره وابسته رسنيو په دې وروستيو ورځو كښې له دمشق سره نزدې د حضرت بی بی زېنب سلام الله عليها د مقدس زيارت د ورانولو غوښتنه كړې وه، دا يوه داسې چاره ده چې له بهرنيو وهابی ډلو سره د وسله والو دهشتګردو عناصروپه كامله توګه د وابستګۍ او د دغه هېواد د مختلفو ډلو او طبقو ترمېنځ د كورنی جنګ د جوړولو لپاره د هغو د كوششونو ښودنه كوی
1059081
captcha