د طب د وزارت ، د طبی علاج او زدكړې او د قران څېړنې د سټرټيجكې كمېټۍ سېكتر اسلام اقاپور د ايران له قرانی خبرې اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې په بيانولو سره چې د قران شريف په نړيوال نندارتون كښې د دغې مجموعی په سټال كښې مو له فيزيكی مباحثو نه علاوه د هېواد د ورځنيو مسائلو د محتوائی مقولو باندې زيات تمركز كړے دے څرګنده كړه له ياد شويو مباحثو څخه يو له پلان شويو اصولو څخه په استفادې سره د سلامتيا په محوريت سره د اسلامی ژوند د سبك مسئله ده.
هغۀ د قران شريف په نړيوال نندارتون كښې د دې مقولې د وړومبنۍ غونډې جوړولو ته په اشارې سره وويل: د سلامتيا په محوريت سهر د اسلامی ژوند د سبك وړومبنۍ غونډه به د قران شريف په شلم نړيوالو نندارتون كښې جوړیږی او ورپسې غونډ كښې به د كلتورړ او اجتماع وغېره په محوريت سره دوام پېدا كړی.
1060277