IQNA

ايران غواړې په نږدې راتلونكی كښې په اطلس اوقيانوسېې كښې شتون ولری

19:42 - July 23, 2012
د خبر لمبر: 2375816
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د ساتندويه ځواك مرستيال په ازادو اوبو كښې د شتون لپاره په اطلس سمندر كښې د ايران د پوځ د سمندری ځواك د شتون خبر وركړ.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې له سپاه نيوز یې نقلوی چې د ايران د اسلامی جمهوريت د ساتندويه ځواك د سمندری ځواك قوماندان مرستيال زياته كړه د ايران د پوځ سمندری ځواك د هيواد په جنوب ختیځ ساحلونو كښې د كارونو د ترسره كولو په څنګ كښې په ازادو اوبو كښې د شتون لپاره ښه فعاليتونه لرلی دی>
په دې ډول چې په تيرو دريو كلونو كښې حتی له يوې ورځې وقفې پرته یې په ازادو اوبو كښې شتون لرلی دی.
د ايران د اسلامی جمهوريت د ساتندويه ځواك د سمندری ځواك قوماندان مرستيال په دې خبرې سره چې د هند له اوقيانوسیې او د عمان سمندر له امكاناتو استفاده د ايران د پايداره پراختيا او پرمختګ ترټولو مهمه لاره ده وويل په همدې لړ كښې د ايران د پوځ عسكر په جاسك ولايت كښې په ديره كيدا او له ټولو امكاناتو په استفادې سره د سيمې د پرمختګ او ابادۍ هڅه كوی په دې ډول چې د ايران د سمندری ځواك د عسكرو له شتون وروسته د جاسك ولايت پرمختګ او ابادونه ټولو ته ښكاره ده.
1060204
captcha