د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغه جومات په افتتاحيه مراسمو كښې رجب طيب اردوغان د افريقې د لويدیځې برخې د ګابن نومی هيواد د جمهوررئيس علی بونګو انديمبا، د عراق د ملی پارليمان د رئيس اسامه نجيفی او د تركیې د يوه ډله دولتی چارواكو، عالمانو، دينی پوهانو او د دغه ښار د خلكو سره يوځائې شتون درلود.
د عراق د ملی پارليمان مشر د نيكوكارانو له همكارۍ او كړنلارې نه د مننې او قدرونې په ترڅ كښې په دغه جومات كښې د جمعې لمونځ ترسره كړ او څرګنده ئې كړه: د مسلمانانو د كاميابۍ راز په وحدت او ورورولۍ كښې دے او دا كار د مسلمانانو پوره پوره كوشش او هڅه غواړی، او لكه څنګه چې پوهیږئ دا كار د اسلام د دين له اړتياؤ څخه دے.
د ١٠زرو لمونځ كونكو د وړتيا او د ٣٦زره ٧٠٠ مربع میټرو په مساحت ځمكه لرونكے دغه جومات د تيرې جمعې په ورځ پرانستل شو. 1059109