IQNA

18:21 - July 24, 2012
د خبر لمبر: 2376630

د ميانمار له مسلمانانو سره د پېوستون د نړيوالې ورځې نمانځنه

نړيواله ډله: د ميانمار له مسلمانانو سره د پېوستون د نړيوالې ورځې مراسم نن د زمری د مياشتې په دريمه نېټه د نړۍ په مختلفو هېوادونو كښې ترسره كیږی.

د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ommatnews.ir د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، ځينو غېر سركاری تنظيمونو د ميانمار له مسلمانانو سره د پېوستون د نړيوالې ورځې په نامه د نن ورځ په نومولو سره د غونډو په جوړولوسره د ميانمار له مسلمانانو سره د پېوستون غوښتنه وكړه.
دغه غونډه ټاكل شوې ده د ځای وخت مطابق له 18:30 نه تر 19:30 پورې په لندن ښار كښې د ميانمار د سفارت مخې ته جوړه شی او په هندوستان كښې هم د بمبۍ خلق د ځای وخت مطابق 15:30 بجې په دغه ښار كښې د ملګرو ملتو د دفتر مخې ته په راغونډېدو سره د ميانمار له مسلمانانو سره خپل پېوستون اعلان كړی.
د دغه رپوټ له مخې همدارنګ د هندوستان په ډيلی ښار او ملېشيا انډونېشيا او تركی كښې هم د ملګرو ملتو د دفترونو په وړاندې د خلقو په راغونډېدو سره دغه ډول مراسم وشی.
د دغه رپوټ مطابق د ايران د اسلامی جمهوريت مسلمان روژتيان به هم نن د ځای وخت مطابق ١٧ بجې په تهران كښې د ملګرو ملتو د دفتر په واړاندې راغونډیږی او احتجاج به كوی.
د رارسېدلو رپوټونو له مخې تر اوسه پورې د ميانمار د مسلمانانو په قتل عام باندې په اعتراض كښې په جاپان، مصر، غزې او د نړۍ په نورو سيمو كښې احتجاجی مظاهرې شوی دی.
1061219
captcha