د ايران د بهرنيو چارو د وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو د لوئې ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې، په دغه بيانيه كښې راغلی دی: دغه ترهګرانه اقدامات د هغو دښمنيو په دوام كښې ترسره كیږی چې د قبيله ايزو اختلافاتو د رامينځته كولو او د عراق د امنيت، ثبات او خپلواكۍ د ګواښلو په موخه بڼه نيسی.
په دغه بيانيه كښې ټينګار شوے دے: د ايران اسلامی جمهوريت د دغه شان غيرانسانی اقداماتو سره د مقابلې لپاره د مناسبو لاروچارو په غوره كولو كښې د عراق له دولت څخه خپل هراړخيز حمايت اعلانوی.
د عراق په ١٣ښارونو كښې په پرونيو ٢١ځان مرګی بريدونو كښې تقريبا ١٠٠تنه عراقيان وژل شوی او ١٧٢تنه زخمی شول. دا په تيرو دوو كالو كښې په عراق كښې ترټولو خونړۍ ورځ ګڼله كیږی. 1061155