IQNA

شيعه فقه د ژوند د چاپېريال په لړ كښې ډېر ښې سرچينې لری

21:47 - July 24, 2012
د خبر لمبر: 2376691
د سلامتيا ډله: د جامعه المصطفی (ص) العالميه د پلاننګ او پراختيا د دفتر جنرل ډائرېكټر وويل؛ شيعه فقه د ژوند د چاپېريال په حقله ډېرې ښې سرچينې لری اود ژوند د چاپېريال د فقهې د څانګې په جوړولو سره د ژوند چاپېريال ته د اسلام له كتنې سره په ارتباط كښې نوی افقونه خلاصیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ژوند د چاپېريال د عمومی تعلقاتو په نقل سره رپوټ وركړ، د جامعه المصطفی (ص) العالميه د پراختيا او پلاننګ د دفتر جنرل ډائرېكټر حميد رضا قلی زاده دې مطلب ته په اشارې سره څرګنده كړه: جامعه المصطفی (ص) د هغه موافقه ليك له مخې چې د قم صوبې د ژوند د چاپېريال له لوې ادارې سره یې لرلے دے د ژوند د چاپېريال د خصوصی فقهې د تدوين په حال كښې دے.
هغۀ وويل: دغه كمېشن چې د فقهې او د ژوند د چاپېريال په زمينه كښې په ماهرو افرادو باندې مشتمل دے په اوس حال كښې خپلې غونډې په منظمه توګه جوړې كړې او د دغې څانګې د درسی سريزو د تدوين په لټه كښې دے.
قلی زاده وويل: د ژوند د چاپېريال څانګه يوه تخصصی فقه ده چې ټاكل شوې ده د فقهې په لويه مدرسه كښې تدوين او شروع شی او هغه مطالب چې په اسلامی فقه كښې د ژوند د چاپېريال په حقله موجود دی استخراج كړی او د ورځنيو حالاتو مطابق یې بيان كړی.
هغۀ دې ته په اشارې سره چې جامعه المصطفی (ص) العالميه اصلی كار د غېر ايرانی طلابو د تربيت په زمينه كښې تعريف كیږی دوام وركړ: د پوهنتونونو او علمی مراكزو د تحقيقاتو او ټېكنالوجۍ د علومو د وزارت د قوانينو د مطابق په نړيواله سطح فعاليت كوی پكار دی د خپل ظرفيت شل فيصده ايرانی محصيلينو ته اختصاص وركړی. له دې امله ايرانی طلاب او څېړونكی هم په دې ډګر كښې شتون لری.
قلی زاده د نړۍ په سطح د ژوند د چاپېريال د مسئلې اهميت ته په اشارې سره وويل:په اوس حال كښې په لويدیځو هېوادونو كښې په سائېنسی مركزونو كښې د ژوند د چاپېريال مسئلې ته زيات اهميت وركوی.
هغۀ زياته كړه په شيعه فقه كښې د ژوند د چاپېريال (ماحولياتو) په باره كښې ډېرې ښې سرچينې موجودې دی چې تر اوسه پورې د هغو په اړه پراخه سائېنسی او تحقيقاتی كار نۀ دے ترسره شوے. او پكار دی په دې زمينه كښې په پراخه كار كولو سره د نورو دينونو پېروكارو ته دا ثابته كړو چې د اسلام په مبين دين كښې څۀ لطائف پټ پراتۀ دی.
1061345
captcha