IQNA

د لبنان حزب الله د ميانمار د مسلمانانو قتل عام وغندۀ

21:49 - July 24, 2012
د خبر لمبر: 2376692
نړيواله ډله: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ (حزب الله) د جداګانه بيانيو په جاری كولو سره د ميانمار په راخين صوبه كښې د مسلمانانو قتل عام او په عراق كښې د دهشتګردانه حملې په سختۍ سره وغندلې.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ANI د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ،د لبنان حزب الله په دغه بيانيه كښې په ميانمار كښې د بې ګناه مسلمانانو په خلاف د بودايانو وحشيانه جنايتونه په سختۍ سره وغندل او له دغه دينی اقليت څخه د پراخه ملاتړ غوښتونكےشو.
د لبنان د اسلامی مقاومت د غورځنګ د بيانیې په يوه برخه كښې راغلی دی: په ميانمار كښې دمسلمانانو قتل عام په څو سيمو په تېره بيا په اركان سيمه كښې د دغه هېواد د فوځی ځواكونوپه لاسو ترسره كیږی.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی چې په ميانمار كښې د مسلمانانو نسل كشی له امريكې سره د دغه هېواد د روابطو له ښۀ كېدو سره په يووخت شروع شوې ده او همدا پوښتنه د هغه قيمت په باره كې چې امريكا یې د دغه هېواد د مسلمانانو په خلاف د ميانمار د حكومت په جنايتونو باندې د پردې اچولو لپاره ادا كوی مطرح كیږی.
د لبنان حزب الله همدارنګ په يوه بله بيانيه كښې په عراق كښې وروستۍ چاودنې هم وغندلې او اعلان یې وكړ،دغه چاودنې چې د ځينو وسله والو ډلو لخوا بڼه نيسی د مسلمانانو ترمېنځ د ويرې او ترهې د رامنځته كولو لپاره د بېګناه خلقو په قتل عام، مذهبی ، قومی او سيمه ايزو فتنو په پراختيا او د مدنی ټولنې د ادارو په ختمولو سره د دښمنانو له اهدافو سره مرسته كوی.

1061180
captcha