د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Palestine Info د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، دغې صهيونېسټی ورځپاڼې اعلان وكړ: دغه كلی تقريباً يوزر پينځۀ سوه كورونه لری او ټاكل شوې ده د فوځی مشقونو د ترسره كولو لپاره به ترې استفاده كیږی.
په دغه ورځپاڼه كښې راغلی دی چې ددغو كلو فلسطينی اوسېدونكی په ((يطا)) ښار او د هغۀ خواوشا ته منتقل كیږی او ورته به اجازه وركولې كیږی چې په هغو وختونوكښې چې اسرائيلی فوځيان په سيمه كښې فعاليت نۀ كوی له زراعتی زمكو څخه دې استفاده كوی.
د فلسطينيانو د كليو او كورونو د ورانولو فېصله، د فلسطينی ماشومانو او ځوانانو نيول، د فلسطينی اسيرانو وحشيانه شكنجېړ د ښارګيو په جوړولو سره د مقبوضه زمكو پراختيا، له خپلو حقوقو څخه د فلسطينيانو بې برخې كول، د اسلامی مقدسو ځايونو د غصب كولو او د هغو د ماهيت د تحريف كولو لپاره هلې ځلې او د غزې د خلقو په خلاف ډول ډول جنايتونه د فلسطينيانو په خلاف د صهيونېسټ رژيخ له تيريو اوجنايتونو څخه دی چې د نړيوالې ټولنې د خاموشۍ په سيوری كښې هره ورځ په لا شدت سره دوام پېداكوی.
1061007