د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، خالد نجاتی په دې حقله وويل: د شام په خلاف په دهشتګردانه عملياتو كښې زياتره هېوادونه په فعاله توګه شريك دی او د هغوی په سر سر كښې سعودی عرب، قطر او تركی دے.
هغۀ زياته كړه: د شام په خلاف دهشتګردانه عمليات د امريكې او صهيونېسټ رژيم په هدايت او دهشتګردو ته د مادی او وسله ايزو مرستو د وركولو له لارې ترسره كیږی.
نجاتی په دوام كښې د شام د حكومت د مخالفانو لپاره د مرستو د راغونډولو لپاره د سعودی عرب دعوت ته په اشارې سره وويل: د دغې دهشتګردانه طرحې سرپرستی امريكا كوی او سعودی عرب، قطر او تركی یې عملی كوی. هغۀ وويل: دغه پلاننګ په ظاهر كښې مثبت ښكاری خو شا ته یې خبيث هدفونه موجود دی او د سعودی عرب باچادغه پلان په اوسنيو حالاتو يعنې د روژې په مباركه مياشت كښې د شام خلقو ته د يوې ډالۍ په توګه ياد كړے دے.
يادونه كیږی چې د سعودی عرب د بهرنيو چارو وزير سعودالفېصل د اېتوار په ورځ د زمری د مياشتې په وړومبۍ نېټه اعلان وكړ چې د سعودی عرب باچا عبدالله بن عبدالعزيز اسلامی هېوادونه دعوت كړی دی چې د ((اسلامی پېوستون)) په نامه په يو غېر معمولی كانفرنس كښې چې د روژې د مباركې مياشتې په ٢٦ او ٢٧ نېټه په مكه مكرمه كښې جوړیږی ګډون وكړی.
سياسی كارپېژاندی په دغه غېرمعمولی كانفرنس كښې د ګډون لپاره د اسلامی هېوادونو له مشرانو څخه د بلنې هدف په شام باندې د دباؤ راوړلو او د دمشق په خلاف د لا زياتو هېوادونو د هڅولو لپاره يو چل ول بولی.
1060946