د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې دا خبر په ماسكو كښې د روس د اسلامی ټيلی ويژن Al-RTV د موسسانو په غونډكښې د روس د مفتياتو د شورا او د اسلامی تنظيمونو د مسئولينو او كاركنانو په موجودګۍكښې اعلان شو.
د روس د مفتياتو مشر شېخ روايل حضرت عېن الدين وويل: د اسلامی ټيلی ويژن دغه چېنل د مفتياتو د شورا او اسلامی تنظيمونو په ملګرتيا او همت سره او همدارنګ په تېرو پينځو كلونو كښې د حكومت په هر اړخيز ملاتړ سره شروع شو. په اوس حال كښې هم دغه چېنل د خپلو پروګرامونو د خپرولو او د فعاليت د شروع كولو لپاره په كامله توګه تياری لری.
1061470