IQNA

يورپی يونين په تور لېسټ كښې د حزب الله د نوم درجول رد كړل

19:27 - July 25, 2012
د خبر لمبر: 2377598
نړيواله ډله: د يورپی يونين پرون د زمری د مياشتې په دريمه نېټه د دغې ډلې د دهشتګردو تنظيمونو په تور لېسټ كښې د حزب الله د نوم درجول رد كړل.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د فرانس د خبری اېجنسۍ AFP په نقل سره رپوټ وركړ د قبرس د بهرنيو چارو وزير ايراتو كوزاكو ماركوليس چې هېواد یې د يورپی يونين دوره ای مشری په غاړه لری وويل: يورپی يونين د دهشتګردو تنظيمونو په تور لېسټ كښې د حزب الله له راوستلو سره مخالفت وكړ.
ايراتو كوزاكو ماركوليس په دوام كښې زياته كړه: حزب الله د لبنان په سياست كښې يو موثره فوځی قوت دے.
د بلغاريه په بورګاس ښار كښې د اسرائيليانو د بس له چاودېدو وروسته چې پكښې اوۀ تنه مړۀ او ٣٥ ژوبل شول او صهيونېسټ رژيم دعوا وكړه چې حزب الله د دغې چاودنې عامل دے له يورپی يونين څخه وغوښتل چې دغه غورځنګ دې د يورپی يونين د دهشتګردو تنظيمونو په تور لېسټ كښې درج كړی.
په بلغاريه كښې د اسرائيلو د بس په چاودنه كښې د حزب الله د لاس لرلو په اړه د صهيونېست رژيم له دعوې سره په يو وخت قاعده الجهاد نومې ډلې د دغې چاودنې ذمه واری په غاړه واخېسته.
1062056
captcha