IQNA

د صهيونېسټوښارګی مېشتو لخوا د مسجدالاقصی څو ځل بې حرمتی وشوه

19:24 - July 25, 2012
د خبر لمبر: 2377600
نړيواله ډله: د صهيونېسټ مېشته ښارګيو په لسګونو اوسېدونكی پرون د زمری دمياشتې په دريمه نېته د اسرائيلو پوليسو په ملاتړ سره د الاقصی مبارك جومات ته ننوتل او بېحرمتی یې وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د CPI د اطلاع رسونې په نقل سره رپوټ وركړ، د الاقصی د اوقافو او لرغونو اثارو موسسې د يوې بيانیې په جاری كولو سره مسجدالاقصی ته د تندلارو يهوديانود ننوتود غندلو په ترڅ كښې اعلان وكړ: د صهيونېسټ رژيم ځواكونود مسجدالاقصی په بې حرمتۍ كښې د صهيونېسټ مېشته ښارګيو له اوسېدونكو څخه د ملاتړ مسئوليت په غاړه لرۀاو د مسجد الاقصی چاپېره له ګشت كولو نه پس یې د جومات په دننه كښې يوفلسطينی محصل ونيوۀ او نامعلوم ځاے ته بوتلۀ.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی: له صهيونېسټی ځواكونو سره سره دېرش تنه صهېونېسټ مېشته ښاريز هم تر سختو تدابيرو لاندې جومات ته داخل شو او يو شمېر كسانو پكښې د جومات په مختلفو برخو كښې يهودی مراسم ادا كړل او ځينو پكښې د جومات د مختلفو ځايونو تصويرونه واخېستل.
همدا رنګ د ګل په ورځ هم څه د پاسه څلوېښت تنو افراطی يهوديانو چې د هغوی يهودی خاخامان مخكښې روان وو د اسرائيلی فوځ له څو ځواكونوسره له باب المغاربه څخه مسجدالاقصی ته داخل شو او بې حرمتی یې وكړه.

1062163
captcha