IQNA

حزب الله د لويدیځې غاړې د كليو د ورانولو لپاره د اسرائيلو فېصله وغندله

19:28 - July 25, 2012
د خبر لمبر: 2377601
نړيوله ډله: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ (حزب الله) د يوې بيانیې په جاری كولو سره د لويدیځې غاړې د جنوب د اتوكليو د ورانولو او د هغو د اوسېدونكو كډه په سر كولو لپاره د صهيونېسټ رژيم فېصله وغندله.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د المنار سپوږمكيز چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، حزب الله په دغې بيانيه كښې وويل: د لويدیځې غاړې د كليو د ورانولو لپاره د اسرائيلو د دفاع د وزارت فېصله د فلسطينيانو له اختيار څخه د هغوی د زمكو په كامله توګه د وېستلو او په دغو زمكوباندې په زرو او زياتی سره د صهيونېسټانو د مكمل تسلط په هدف سره په فلسطين كښې د جنګ د پراختيا په لړ كښې ده.
حزب الله د اسرائيلو دا فېصله يو نوے جنابت وباله چې له ټولو پولو څخه وراوړېدلے دے او له ټولو عربی او اسلامی امتونو او نړيوالو تنظيمو څخه یې له فلسطينی ولس څخه د ملاتړ په لاره كښې په خپلو ذمه واريو باندې د عمل كولو غوښتنه وكړه.
حزب الله له فلسطينی ولس څخه هم وغوښتل چې د مقاومت د لارې د غوره كولو او د خپلوزمكو د ساتلو په لاره كښې دې ګام اوچت كړی كه څه هم دغه كار ګران اومشكل وی.
1061887
captcha