د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ((اسلامی بيداری او صهيونسټی ضد مقاومت)) نومې غونډه وړمه شپه د قرآن كريم په بين المللی نندارتون كښې د فلسطين او اسلامی بيدارۍ د برخې په هال كښې ترسره شوه.
په دغه غونډه كښې په ايران كښې د فلسطين د اسلامی جهاد استازی ناصر ابوشريف د فلسطين په مسئلې باندې د اسلامی بيدارۍ د اغيزې په زمينه كښې خبرې وكړې.
دۀ څرګنده كړه: نن سبا اسلامی بيداری د امريكې او اسرائيلو د پروژې او پلانونو په مقابل كښې د ډيرې مهمې پیښې په توګه بللے شو.
ابوشريف ووئيل: لكه څنګه چې پوهیږئ په سيمه كښې د استعمارګرو پروژه دا وه چې د سيمې هيوادونه تجزيه كړی او هغه له خپل اسلامی هويت نه ليرې كړی او هغو ته يوازې ملی هويت وبخښی ځكه چې اسلام ئې د سيمې د هيوادونو وحدت بخښونكے عامل ګڼۀ.
دوی دوام وركړ: دغو استعمارګرانو د تاريخ په اوږدو كښې د اسلامی هيوادونو پانګې لوټولې دی او د دغو لوټنو په وروستۍ مرحله كښې ئې د سيمې په جغرافيا كښې د اسرائيلو په نامه يوه غده رامينځته كړه څو په سيمې باندې خپل تسلط بشپړ كړی.
په ايران كښې د فلسطين د اسلامی جهاد نماينده ټينګار وكړ: خو د اسلامی بيدارۍ د عطف ټكے په ايران كښې اسلامی انقلاب وو. په ايران كښې دغه انقلاب نه يوازې د يو انقلاب بلكې په نورو اسلامی هيوادونو كښې د مقتدر حكومت د جوړولو په توګه انعكاس وموند.
دۀ څرګنده كړه: دا مسئله پدې خاطر وه چې اسلامی انقلاب د قرآن د تعليماتو په اساس وو او په دې وجه هغه ترټولو مهمه موضوع چې د ايران د اسلامی انقلاب لخوا مطرح شوه د ظالمانو او استكبار سره مقابله وه. 1061882