IQNA

د محصيلينو په سياليو كښې د قرانيانو راغونډېدل د حج معنوی موسم رايادوی

21:13 - July 26, 2012
د خبر لمبر: 2378038
نړيواله ډله: په ايران كښې د مسلمانو محصيلينو د قران شريف په نړيوالو سياليو كښې د نړۍ له مختلفو هېوادونوڅخه د سنی او شيعه مسلمانو قرانی ځوانانو راغونډېدل د حج معنوی موسم انسان ته رايادوی.
د مسلمانو محصيلينو د قران شريف د نړيوالو سياليو د څلورمې دورې عراقی داور شېخ محمود شاكر الكرخی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل: په نړيواله سطح د دغو سياليو جوړول په حتمی توګه له قران شريف سره د ځوانانو د لازياتې مينې او عشق او د قرانی استعدادونو په كشفولو كښې يو ډېر مهم تاثير لری.

هغۀ زياته كړه: په دغو سياليو كښې د كاميابۍ او اوچتې رتبې د ترلاسه كولو انګېزه د دې سبب كیږی چې ځوان محصل قاريان او حافظان په دوامداره توګه له استاذانو څخه د قران شريف د حفظ، تلاوت د زدكړې په لټه كښې وی او دا چاره د دې سبب كیږی چې هغوی له دې الهی كتاب سره په متواتره توګه تعلق پېدا كړی.
هغۀ په د مركې په دوام كښې وويل: په ايران كښې د مسلمانو محصيلينو د قران شريف په نړيوالو سياليو كښې د نړۍ له مختلفو هېوادونوڅخه د سنی او شيعه مسلمانو قرانی ځوانانو راغونډېدل د حج معنوی موسم انسان ته رايادوی. او دا راغونډېدل له مختلفو كلتورونو، ادابو او رسومو سره د لازياتې اشنائی، په خپلو كښې د تعلقاتو، مينې او دوستۍ د مضبوطېدو سبب كیږی او د محصيلينو ترمېنځ د قرانی تجربياتو د تبادلې او همدارنګ د مختلفو اسلامی مذهبونو له يو بل ته د نزدې كېدو په زمينه كښې يو ډېر مهم او ارزښتناك ګام ګڼل كیږی.
هغۀ هيله څرګنده كړه چې په داسې سياليو پكار دی ښځې محصيلينې هم ګډون وكړی ځكه چې له شرعی لحاظه په دغو سياليو كښې د هغوی ګډون هیڅ مشكل نۀ لری او پكښې ګډون كول د هغوی يو طبيعی حق دے چې پكار دی له دغه حق څخه استفاده وكړی.
1056854
captcha