IQNA

په مصر كښې ((په قران او حديث كښې تدبر)) نومې وړومبنۍ اكېډيمی پرانېستی شوه

21:14 - July 26, 2012
د خبر لمبر: 2378040
نړيواله ډله: د مسلمانو عالمانو د نړيوالې اتحادیې د غړی صلاح سلطان لخوا د مصر په بنی سويف ښار كښې ((په قران شريف او نبوی احاديثو كښې تدبر او ورباندې عمل)) نومې وړومبنۍ اكېډيمی افتتاح شوه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د akhbarak د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ صلاح سلطان د پرانېستې په مراسمو كښې څرګنده كړه: په دغه اكېډيمۍ كښې د تعليم موده څلور كاله ده.
هغه وويل: د مصر د قران شريف او احاديثو په دغه اكېډيمۍ كښې تعليم هر كال د ستمبر له وړومبۍ نېټې نه شروع كیږی او د مۍ د مياشتې په وړومبۍ نېټه ختمیږی.
د مصر په نوې تاسيس شوې اكېډيمۍ كښې د قران شريف د علمی اعجاز، د نفسياتو، ټولنې او عدد پېژندنې، هستۍ او قرانی قوانينو پېژندنې ، د اصلاح او بدلون لپاره د قران شريف د طريقو او د سورتونو په فضا سره د قرانی داستانونو د رابطې په شان د مختلفو محباحثو زدكړه وركړې كیږی.
د قران شريف په قرائت او د تجويد په احكامو باندې په كامله توګه تسلط، په پوهنتونی تحصيلاتو كښې د لوړې درجې حاصلول او لږ تر لږ د قران شريف د درېو جزونو حفظ كول په دغه اكېډيمۍ كښې د تعليم حاصلولو له شرائطو څخه دی.
د مصر د بنی سويف ښار په قران او حديث كښې د تدبر اكېډيمی همدارنګ د دغې سيمې خلقو ته اجتماعی خدمتونه هم وړاندې كوی چې څیړنيز فعاليتونه، مالی مرستې او د روژې دمباركې مياشتې خصوصی ډالۍ پكښې شاملیږی.
1061459
captcha