IQNA

په برما كښې د روژه ماتی مراسم جوړېږی

21:14 - July 26, 2012
د خبر لمبر: 2378042
سياسی اواجتماعی ډله: د برما د حكومت د اسلام دښمنو سياستونو، د مسلمانانو دقتل عام او له هغوی سره د تندلارو ډلو غېر انسانی سلوكونو باوجود په تانجی ښار كښې د عامه خلقو لپاره د روژه ماتی مراسم د جوړېدو په حال كښې دی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې دغه مراسم د تانجی ښار د شيعه مسلمانانو په همت او د تانجی امامباړې د متوليانو په همكارۍ سره د چنګاښ د مياشتې له ٣١ نېټې څخه شروع شوی دی او د روژې د مباركې مياشتې تراخېره پورې به دوام پېداكړی.
همدارنګ هره ورځ د ماښام له اذانه وروسته د جَمعې نمونځ د مولانا علی عباس په امامتۍ سره ادا كیږی.
د برما په نورو ښارونو منجمله يانګون، پروم، مندالی وغېر ښارونو كښې كښې هم د جَمې د نمونځونو،د قران شريف د تلاوت او د روژه ماتی د پروګرامونو جوړيدل هم دوام لری.
د ويلو ده چې د تانجی ښار تاريخی امامباړه سل كاله اګاهو د محمد علی مازندرانی لخوا جوړه كړې شوه او په اوس حال كښې یې د هغۀ زامن چلوی.
1061523
captcha