د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د the poultry site د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه شركت هره ورځ ٢٤٦٠٠٠ چرګان حلالوی چې له دغه شمېر څخه پنځوس فيصده د نړۍ مختلفو سيمو ته برامد كولې شی. د دغه يوټيلټی شركت حلال پېداوار په اوس حال كښې اوو عربو هېوادونو ته برامد كولې شی.
ددغه شركت د برامداتو ډائرېكټر ژوانا رساس په دې حقله څرګنده كړه: حتی په هغه وخت كښې چې د مېنځنی ختیځ هېوادونو ته مو برامدات نۀ لرل د يورپی هېوادونو د درخواست له مې مو حلال لائېسنس ترلاسه كړ او همدا مسئله د دې سبب شوه چې دغه يوټيلټی شركت ته د عربو هېوادونو لخوا زيات آرډرونه رامات شی.
د ويلو ده چې لار يوټيلټی شركت چې په ١٩٦٤ كښې شروع شوے دے ٨٦٤١ تجارتی شريكان او له شپږو زرو نه زيات ملازمان لری.
1062218