IQNA

د مرسی او هنيه د ملاقات نتائجو ته د غزې خلقو د اميد سترګې نيولی دی

20:55 - July 27, 2012
د خبر لمبر: 2378457
نړيواله ډله: د مصر له ولسمشر محمد مرسی سره د حماس د ولسی حكومت د منتخب وزيراعظم اسماعيل هنيه ملاقات د غزې د محاصرې په ختمولو كښې د دغې سيمې د خلقو اميدونه زيات كړی دی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Press TV چېنل په نقل سره رپوټ وركړ د حماس وزيراعظم اسماعيل هنيه وړمه ورځ د زمری دمياشتې په ٤ نېټه د مصر له ولسمشر سره د ملاقات لپاره دغه هېواد ته لاړ. دا د مصر د ولسمشر په توګه د هغۀ له سوګند اوچتولو نه پس د حماس له وزيراعظم سره د مرسی وړومبنۍ كتنه ده.
د غزې خلق مصر ته د هنیې د سفر نتائجو ته د خوشفهمۍ په څرګندولو سره وائی چې مونږ هيله من يو چې محمد مرسی به هغه محاصره چې صهيونېسټ رژيم او د مصر پخوانی ډېكټېټر حسنی مبارك په غزې باندې تپلې وه لرې كړی.
اسماعيل هنيه د روانې هفتې په وړومبيو ورځو كښې وويل، د مصر د ولسمشرۍ د ماڼۍ پخوانی خاوند مبارك چې د غزې په محاصره او د دې سيمې په خلاف یې په جنګ كښې لاس لرۀ كلونه كلونه یې د مقاومت او د هغۀ له مشرانو سره د هر ډول ملاقات مخالفت كوۀ.
د حماس مشر خالد مشعل هم له مرسی سره په خپل وروستی ملاقات كښې د هغۀ انتخاب د مصر او فلسطين په تعلقاتو كښې د نوی دور د شروع كېدو په توګه ياد كړ.
د حماس غورځنګ له مرسی څخه غوښتی چې د رفح د لارې په خلاصولو سره دې د غزې محاصره ختمه كړی.
صهيونېسټ رژيم تقريباً ١٠٧ ميلون د غزې اوسېدونكی د تګ راتګ او د ژوند د غوره حالاتو د لرلو په شمول د هغوی له بنيادی حقوقو څخه محرومه كړی دی.
1063301

captcha