IQNA

الازهر له ليرې څخه د اسلامی علومو د زده كړې طرحه اجرا كوی

18:55 - July 28, 2012
د خبر لمبر: 2379310
بين المللی ډله: له ليرې لارې نه د اسلامی علومو د زده كړې وړومبۍ طرحه د (2013 ـ 2012) تعليمی كال څخه د مصر د الازهر پوهنتون لخوا اجرا كیږی.
د ahram د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: الازهر پوهنتون به له راتلونكی تعليمی كال څخه په عربۍ ژبه له لرې نه د اسلامی علومو د زده كړې طرحه مينه والو ته د اسلامی علومو د كارشناسۍ يا ګريجويشن سند د وركولو په هدف سره اجرا كړی.
دغه طرحه د الازهر د محصلينو د نړيوال تنظيم په همكارۍ سره اجرا كیږی او د نړۍ د مختلفو سيمو محصلين كوې شی په مصر كښې له شتون پرته د دغه پوهنتون د اسلامی علومو په څانګه كښې زده كړه وكړی.
د الازهر له ليرې نه د اسلامی علومو د زده كړې په طرحه كښې ګډون كونكی پكار دی د الازهر يا د مصر د نورو ښونځيو نه د دولسم جومات يا د هغه سره برابر مدرك ولری او د عربۍ ژبې د دورې د تيرولو او د دغې دورې په امتحان كښې د كاميابۍ مدرك هم ولری. 1020228
captcha