IQNA

د كېليفورنيا كليسا د روژتيانو مسلمانانو كوربا

21:59 - July 28, 2012
د خبر لمبر: 2379356
نړيواله ډله: د امريكې د كېليفورنيا صوبې په ساكرامنتو سيمه كښې كليسا تېر شپه د زمری دمياشتې په ٦ نېټه د روژه ماتی د مېلستيا په كولو سره د روژتيانو مسلمانانو كوربا شوه.
د ايران قران خبری اېجنسۍ (ايكنا) د On Islam د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه مېلستيا د ساكرامنټو ښار د ((وړمبنے ميثاق)) نومې كليسا د مسئولانو لخوا په اسلامی مركز كښې د مختلفو دينونو د پېروكارو ترمېنځ د تعلقاتو د پراختيا په هدف سره وشوه.
په دغه مېلمستيا كښې د ښار مسيحيانو د مسلمانانو ترڅنګه روژه ماتے وكړ او له هغوی سره یې په يو ځاے نمونځ ادا كړ.
د دغې ګرجې يو پادری مارك شټلر وويل: د داسې مراسمو جوړول د انجيل او قران د مشتركاتو پېژندګلی او معرفی كول دی.
له دې مخكښې هم دغې ګرجې په دې هدف سره يو لړ پردګرامونه ترسره كړی دی.
د امريكې د مسلمانانو شمېر خو په رسمی توګه نه دے اعلان شوے البته تقريباً له شپږو نه تر اتو ميليونو پورې اندازه یې لګولې شوې ده او د چنګاښ د مياشتې له دېرشمې نېټې د جمعې له ورځې نه یې روژې شروع كړی دی.
1064060
captcha