د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې په دغو مظاهرو كښې چې د سهار له نمانځۀ نه پس د تركی په ٢٣ صوبو كښې په يو وخت وشوې د نړۍ له ټولو مسلمانانو څخه وغوښتل شو چې د خپلو مسلمانو وروڼو د قتل په خلاف دې راپاڅی.
په دغو مظاهرو كښې د دغو جنايتونو د غندلو په حقله مختلفې بيانیې هم ولوستلې شوې او د داسې وحشيانه اقداماتو په خلاف د ټولې نړۍ د مسلمانانو په يو هېړ د راپاڅېدو غوښتنه پكښې وشوه.
په دغو مظاهرو كښې مشهور ليكوال او جرنلسټ آدم اكسوز هم ګډون وكړ او په خپله وېنا كښې یې وويل چې په برما كښې ډېر وحشيانه جنايتونه د ترسره كېدو په حال كښې دی نو مونږ ته نه دی پكار چې د خپلو دينی وروڼو د قتل عام په وړاندې چپه خوله كښېنو پكار دی د داسې جنايتونو په وړاندې يو موټې شو او مبارزه وكړو.
1064191