د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې، په دغه بيانيه كښې د سورئی حكومت او خلكو ته په خطاب كښې راغلی دی: مونږ د ايران د پارليمان غړی له دې نه چې د امريكې، اسرائيلو، لويدیځ او استكباری هيوادونو دخالتونو او دسيسې او د مرتجع رژيمونو هراړخيز حمايتونه له يوې خوا او تندلارې او خشونت غواړې ډلې چې د اسلامی ضدو قدرتونو د لاس ګوډاګی جوړې شوې دی له بلې خوا نتيجې ته رسيدلې دی، د سورئې له دولت څخه خپل حمايت او خوښی اعلانوو او له پاك خدای نه غواړو چې د روژې په دې مباركه مياشت كښې د مسلمانانو ستونزې حل كړی.
البته د سورئې دولت چې تل د صهيونزم سره د مقابلې په وړومبی صف كښې وه او د مقاومت مدافع او ملاتړې وه او ده پكار دی د صهيونسټی دسيسو انتظار وكړی خو په قطعی توګه پوهیږی چې استقامت دے چې كوې شی ټولې دسيسې شنډې كړی او په لوئې خدای پاك باندې توكل كول قطعی برياليتوب په ځان پسې لری. 1065176