IQNA

روژه نيول په خلكو كښې د اضطراب او افسردګۍ د كچې د كمی شبب كیږی

19:37 - July 29, 2012
د خبر لمبر: 2380210
د روغتيا ډله: د اسلامی اخلاقو او روان پيژندنې د تحقيقاتی مركز مرستيال د اضطراب او افسردګۍ په كمولو كښې د روژې لرلو د اغيزې په باب ووئيل: د تجربی او اسلامی څیړنو له مخې د روانی دباؤنو يو ډير مهم عامل د باورونو او عقايدو او د انسانانو د معنوی اړخ د كمزورۍ مسئله ده، كله چې دغه اړه پياوړے شی نو د ناروغيو زمينه هم له مينځه ځی.
د ايران د اسلامی روانپيژندنې او اخلاقو د تحقيقاتو د مركز تحقيقاتی مرستيال حجت‌الاسلام و المسلمين عباس پسنديده د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په مركه كښې په دې بيان سره چې روژه نيول د ځان جوړولو او د نفس د كنټرولولو د قدرت په پياوړی كولو كښې د ډير مهم عامل په توګه پيژندلې شوې ده، څرګنده كړه: د انسانانو د كاميابۍ يو عامل دا دے چې خپل داخلی وسواسونه كنټرول كړې شی، دغه كنټرولونه سبب كیږی چې هغه موارد چې د انسان په زړۀ او روذ كښې لار كوی او د انسان د معنوی اړخ د زيانمنيدو سبب كیږی، لازيات كنټرول شی او په يو مناسب شكل ئې خيال وساتلے شی. په قرآن كريم كښې هم دغه ټكی ته اشاره شوې ده چې تقوا ته رسيدل به د روژې نيولو اصلی اثرات او فوايد وی.
دۀ دې ټكی ته په اشارې سره چې په ټولنه كښې د موجودو رسنيو په وسيله به د تقوا د ماهيت او د هغۀ د ګټؤ د ترويج په صورت كښې به د دې موضوع د پياوړتيا كتونكی يو، زياته كړه: كله چې د انسان روح او معنويت سلامتيا ته لاس پيدا كړی په طبيعی توګه به د نورو سره په رابطه كښې د خلكو رفتار او كړچار بدل شی، زيانمونكی كړچارونه به پریږدی، له خپلو حقوقو نه به تيرے نه كوی او د نورو په حقوقو او ګټو كښې به لاسوهنه نه كوی او هغه وظايف او دندې چې د دۀ په غاړه دی په ښه ډول به ئې ترسره كوی او په خپلو مسئوليتونو به كاملا پوه او خبر وی. 1062450

captcha