د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د اسلامی ارتباطاتو او كلتور د سازمان د رپورټ له مخې: د دغه مركز مدير د دغې اونۍ په افتتاحيه مراسمو كښې په يولړ ويناؤ كښې ايرانی فلم رغونكے، ژور او د دندې او هدف لرونكے معرفی كړ او دغوفلمونو ته د ځوانې ټولنې او په تيره بيا د كورنيو اړتيا ئې د ايران سينيما ته د دغو ورځو د بيلولو دليل وبالۀ.
په تيونس كښې د ايران د اسلامی جمهوريت كلتوری سلاكار صادق رمضانی ګل ازانی هم چې په دغو مراسمو كښې ئې شتون درلود، د ايرانی فلمونو سره د تيونس د ولس مينه د ايران د سينما د زياتې نه زياتې معرفی كونې لپاره يو مهم فرصت وباله او هيله ئې وښودله چې د تيونس د كلتور او ارشاد د وزارت په همكارۍ سره به چې تل د ايران د فرهنګی برنامو اصلی ملاتړې وو او دے، وكړې شی په نژدې راتلونكی كښې د دغه هيواد په څو ولايتونو كښې د ايران د فلم او كلتور اونۍ ترسره كړی. 1064744