د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اماراتو د WAM خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ،دغه نندارتون د كعبې شريفې د داستان د معرفی كولو او د اسلام په تاريخ او كلتور كښې د خداے د كور د اهميت د څېړلو په هدف سره جوړ شوے دے.
په دغه نندارتون كښې د خانه كعبې ، د خانه كعبې د ور څادر چې لرغونتوب یې ١٧٦٧ ميلادی كال ته ګرځی ، د حجر اسود او مقام ابراهيم ماډلونه او همدارنګ د خانه كعبې نايابه تصويرونه نندارې ته اېښودل شوی دی.
دغه نندارتون په د وږې د مياشتې تر دريمې نېټې پورې دوام ولری او هر ورځ به له ٨:٣٠ بجو نه تر ٢٤ بجو پورې د نندارچيانو لپاره كوربا وی.
1064375