IQNA

په بلجيم كښ ېد قران شريف د حفظ هفته نمانځل كیږی

19:36 - July 29, 2012
د خبر لمبر: 2380242
نړيواله ډله: د بلجيم په پائېتخت بروكسل ښار كښې د اسلامی كلتور، علومواو زدكړو تنظيم آېسسكو په همت سره د زمری دمياشتې له يولسمې نېتې څخه د قران شريف د حفظ هفته شروع كیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مصر چاپ اليوم السابع ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، دغه قرانی هفته به د سعودی عرب د اسلامی چارو او اوقافو او تبليغ ا ارشاد د وزارت او د بلجيم د اسلامی همكارۍ د انجمن په ملګرتيا سره انمانځلې شی او د زمری د مياشتې تر ١٥ نېټې پورې به دوام ومومی.
د دغه رپوټ له مخې له عربی ژبې سره د مسلمانانو د اشنائۍ تقويت، په لويدیځو هېوادونوكښې د مسلمانواقليتونو د اسلامی تشخص ساتنه او د خبرواترو، اعتدال او منځ لاريتوب په شان د اسلامی ارزښتونو تقويت د قران شريف د حفظ د هفتې له اهدافو څخه دی.
د بروكسل د مدرسو مسلمان زده كوونكی به د قران شريف د هفتې په پروګرامونو كښې ګډون وكړی او د قرانی او د زدكړو د چارو كارپېژاندے عبدالعزير عالعيادی العروسی به د آېسسكو په نمائندګۍ په دغو پروګرامونو باندې څارنه ولری
1064124
captcha