IQNA

د حماس غورځنګ سياسی دفتر په نابلس باندې د اسرائيلو حمله وغندله

18:56 - July 30, 2012
د خبر لمبر: 2381164
نړيواله ډله: د حماس غورځنګ د سياسی دفتر غړی عزت الرشق وړمه ورځ د زمری دمياشتې په ٧ نېټه په نابلس ښار باندې د اسرائيلو فوځی حمله وغندله.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Al Resalah د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ،د دغې حملې له كبله يو كور ويجاړ او نهۀ تنه ژوبل شول.
دحماس د غورځنګ د سياسی دفتر غړی عزت الرشق په يو پرېس ريليزكښې په عامه خلقو باندې د صهيونېسټ رژيم د فوځيانو حمله چې پكښې پنځۀ فلسطينيان ونيوې شول سخته وغندله.
هغۀ دغه حملې د صهيونېسټ رژيم د نسل پرستانه تفكر پېداوار وبالۀ او څرګنده یې كړه د صهيونېسټانو جنايتګارانه اقدامات د دغه جعلی او دهشتګردانه څېړه لا زياته په ډاګه كوی.
الرشق په اخېر كښې دفلسطين له د كورواكو تشكيلاتو له مشر محمود عباس او له متعلقو امنيتی مراكزو څخه وغوښتل چې د اسرائيلو له غاصبو ځواكونو سره دې د هر ډول امنيتی غږملتياوې ختمې كړی.
د حماس د اسلامی غورځنګ مشر اسماعيل هنيه هم په فلسطينيانو باندې د وحشيانه حملو له دوام سره په رابطه كښې د غاصب اسرائيلو ځواكونو ته خبردارے وركړے دے.
1065880
captcha