IQNA

((پتانی)) جومات د تائيلېنډ تر ټولو ښكلے جومات

18:55 - July 30, 2012
د خبر لمبر: 2381165
اجتماعی ډله: د تائيلېنډ پتانی نومې جومات د دنيا ترټول ښكلے جومات ګڼل كیږی او د دغه جومات عمارت د خپلې ښكلا په دليل نړيوال شهرت لری او هر كال له نورو مسلمانواو غېر مسلمانو هېوادونو څخه زياتره مسلمانان د دغه جومات د ښكلاو د ليدو لپاره دغه هېواد ته ځی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې دغه جومات د تائيلېنډ تر ټولو لوے او ترټولو ښكلے جومات دے چې د پتانی په مركزی جومات باندې مشهور دے او د په همدې نوم باندې صوبه كښې شتون لری او د دغه هېواد د مسلمانانو د غونډو مركز ګڼل كیږی.


دغه جومات له ښاره اوۀ كېلومیټره فاصله لری او د دغه تاريخی جومات ودانی ډېره ښكلې او د ليدو وړ ده. د دې ودانۍ جوړېدل په ١٣٣٣ هجری شمسی كال كښې شروع شول او په نهو كلونوكښې سرته ورسېدۀ او بالاخره د ٤٢ هجری نمريز كال د غوئی دمياشتې په ١٣ نېټه افتتاح شو.
دغه جومات چې د هند له تاج محل سره زيات مشابهت لری په مركز كښې یې يو لوے ګنبد او څلور واړه طرف ته یې هم واړۀ واړۀ ګنبدونه دی. دوه لوے هالونه او دواړو طرف ته لارې لری او د جومات په انګڼ كښې يو لوے تالاب هم ليدل كیږی. همدارنګ دوه ډېرې اوچتې او ښكلې منارې لری چې د جومات د جوړښت ښكلا یې لا زياته كړې ده.
پتانی صوبه د تائيلېنډ له څلورو صوبو څخه زيات مسلمان نفوس لری، په دا ډول چې ٨٨ فيصده مالائی مسلمانان پكښې اوسیږی.
1065306
captcha