IQNA

د تاتارستان عارضی مفتی وټاكلے شو

18:55 - July 30, 2012
د خبر لمبر: 2381167
سياسی او اجتماعی ډله: عبدالله حضرت ادهم اف د تاتارستان جمهوريت د مسلمانانو د فعاليتونو د پرمختګ په خاطر د دغه هېواد د عارضی مفتی په توګه وټاكلے شو.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې دتاتارستان د مسلمانو د چارو د ادارې د اطلاع رسونې كمېټۍ د جمعې په ورځ د زمری د مياشتې په شپږمه نېټه اعلان وكړ: د تاتارستان د وړومبی مفتی مرستيال عبدالله حضرت ادهم اف د دغه هېواد دمسلمانانود فعاليتونو په مخ بيايلو لپاره د دغې ادارې لخوا د دغه هېواد د عارضی مفتی په توګه منصوب شو.
دا اقدام په دې دليل وشوچې په دې وروستيو كښې د هېواد مفتی الدوز حضرت فېض اف په دې وروستيو كښې د وهابيانو لخوا په يو لړ دهشتګردانه عملياتو كښې ژوبل شوے دے او د ترجوړېدو پورې د خپلو فعاليتونو د جاری ساتلو قابل نۀ دے او په اوس حال كښې د علاج لپاره په اسپتال كښې داخل دے
1064725
captcha