IQNA

مستكبران په سيمه كښې د صهيونسټی رژيم د ژغورنې په لټه كښې دی

18:58 - July 30, 2012
د خبر لمبر: 2381171
سياسی ډله: محمود احمدی نژاد د سورئې د بهرنيو چارو د وزير سره په كتنه كښې څرګنده كړه: مستكبران په سيمه كښې د صهيونسټی رژيم د ژغورنې او د خپلې سلطې د ټينګولو په لټه كښې دی.
د جمهوری رياست د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: محموداحمدی نژاد پرون مازدیګې د سورئې د بهرنيو چارو د وزير وليدمعلم سره په كتنه كښې په دې بيان سره چې نن سبا ټول ولسونه د عدالت او احترام او آزادۍ غوښتونكی دی، ووئيل: دا د ټولو ولسونو ډير محترم حق دے او پكار دی له مناسبې لارې تامين شی.
دوی د دې ټكی په يادولو سره چې د ولسونو په ارادې او غوښتنې سره نړۍ د اساسی بدلون په حال كښې ده، ټينګار وكړ: په دې چلن كښې د بدلونونو او اصلاحاتو د مديريت چلن له كليدی او ډير مهم رول نه برخور دے.
احمدی نژاد زياته كړه: بې له شكه د ناټو ځواكونه او هغه حكومتونه چې پخپله د آزادۍ او عدالت د احترام نښه نښانه نلری، نشی كولې دغه څيز ولسونو ته ډالۍ كړی، هغوی په سيمه كښې د صهيونسټی رژيم د ژغورلو او د خپلې سلطې د ټينګولو په لټه كښې دی.
جمهوررئيس د سورئې د ولس لپاره د دعا او د ټولو ولسونو لپاره د نيكمرغې په آرزو سره هيله وښودله چې د سورئې د ولس او حكومت په تدبير او هوښيارۍ سره په دغه هيواد كښې امنيت او ثبات ژرترژره ټينګ شی.
د سورئې د بهرنيو چارو وزير وليدمعلم هم په دغه ملاقات كښې د ايران رهبرۍ، دولت او ولس ته د سورئې د جمهوررئيس او د خپل هيواد د ولس د سلامونو د ابلاغولو په ترڅ كښې د خپل هيواد د روانو حالاتو يو رپورټ وړاندې كړ. 1065708

captcha