د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د فلسطين چاپ ((دنيا الوطن)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د فلسطين له اسلامی جهاد غورځنګ سر ه وابسته د ولسی ارتباطاتو او اصلاح كمېټۍ د روژې د مباركې مياشتې له شروع كېدو څخه په رفح ښار كښې د قران شريف د نسخو په وېشلو پېل كړے دے.
د قران شريف د نسخو له وېشلو څخه هدف د قران شريف قرائت او د هغۀ په معنو كښې غور او فكر ته د فلسطنينيانو هڅول وبللے شو او تر اوسه پورې په سلګونو فلسطينی كورنيو باندې قرانونه وېشل شوی دی.
1066285