IQNA

په ملېشيا كښې د اسلامی هنر نړيوال فېسټيوال جوړیږی

20:00 - July 31, 2012
د خبر لمبر: 2382320
نړيواله ډله: د اسلامی هنر نړيوال فېسټيوال د ملېشيا په ترنګانو صوبه كښې د اسلامی تمدن په پارك كښې د روان هجری نمريز كال د وږې په مياشت كښې جوړیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ملېشيا د Bernama خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، په دغه فېسټيوال كښې د وږی د مياشتې له ٢٤ نېټې څخه به شروع كیږی د نړۍ اولس هېوادونه به شتون ولری.
د اسلامی هنر د نړيوال فېسټيوال د كمېټۍ مشر احمد ون مودا وويل چې تر اوسه پورې د جنوب ختېځې اېشيا د هېوادونو ، چين، جاپانړ هندوستان، پاكستان په شمول له مختلفو هېوادونو څخه ١٨٠ ګډون كوونكو په دغه فېسټيوال كښې د ګډون لپاره خپل چمتوالے اعلان كړے دے.
په دغه فېسټيوال كښې اسلامی هنری اثار په تېره بيا د اسلامی خوشنويسۍ اثار او همدارنګ د مصر، شام، تركی، فرانس، جنوبی افريقې او سپېن په شمول د مختلفو هېوادونو مسلمان هنرمندان معرفی كیږی.
دغه نړيوال فېسټيوال به تر څلورو ورځو دوام ومومی.
1066898
captcha