د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د The National ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، په دغه نندارتون كښې د قران شريف زياته اندازه خطی نسخې چې د ليكنې د سبك، صفحه بندۍ او تذهيب له لحاظه لو يو بل سره فرق لری نندارې ته اېښودې دی.
د المجيد نومې د ميراث او كلتور د مركز مسئول انوارالظاهری چې د دغه نندارتون د جوړولو ملاتړ دے اعلان وكړ: د دغه نندارتون مقصد د وختونو په تېرېدو سره د قران شريف د كتابت د ظاهری بدلونونو د چلند ننداره كول دی.
په كوفی خط باندې د قران شريف پخوانۍ نسخې، له ايران او تركی سره متعلق د قران شريف پخوانۍ نسخې او د ايران د مشهور خوشنويس ابوالحسن علاالدين علی بن هلال چې ابن بواب مشهور ؤ په خط باندې نسخه په دغه نندارتون كښې نندارې له اېېښودل شويو اثارو څخه دی.
دغه نندارتون به د روژې د مباركې مياشتې تر اخېره پورې دوام ولری.
1067149