IQNA

له راډيو قرآن څخه په انګريزۍ ژبه د قرآن د تجويد د زده كړې پروګرام خپریږی

18:58 - July 31, 2012
د خبر لمبر: 2382330
د قرآنی فعاليتونو ډله: د رمضان په مباركه مياشت كښې په انګريزۍ ژبه د قرآن د تجويد د ښوونې پروګرام د ايران د يو مشهور قرآنی استاذ په ښوونې سره هره ورځ له قرآن راډيو نه خپریږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د راډيو قرآن د عمومی روابطو برخې اعلان وكړ، دې ټكی ته په پام سره چې مسلمان مبلغان د قرآن كريم د ښوونې لپاره په انګريز ۍ ژبې سره د الهی كلام آشنا كولو ته اړتيا لری، قرآن راډيو په انګريزۍ ژبه د قرآن د ښوونې پروګرام پيل كړے دے.
په دغه برنامه كښې په كاناډا كښې استوګن استاذ محمدتقی مروت په انګريزۍ ژبه د قرآن د تجويد درس وركوی.
د وئيلو ده چې علاقه مندان كوې شی دغه پروګرام هره شپه ٠١:٤٥ بجې د لسو منټونو په موده د ايف ايم څپې په ١٠٠میګاهرټرزو باندې واوری. 1065399
captcha