سياسی ډله: د رهبری خبرګانو د جرګې د رئيسه هيئت غړی په برما يا ميانمار كښې د مسلمانانو بې رحمانه وژلې ته په اشارې سره «إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ» آيت باندې استناد وكړ او وئې وئيل: د قرآن كريم له نظره اسلامی امت يو واحد امت دے او په دې نظر سره نشو كولې د هغو فجيعو پیښو په وړاندې چې په اسلامی نړۍ باندې تيریږی، بې پروا شو او غلی كښينو.
د تهران د جمعې مؤقت امام آيت الله سيداحمدخاتمی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په مركه كښې په دې بيان سره چې دين تقاضا كوی چې د برما يا ميانمار د مظلومو مسلمانانو په دفاع كښې چې مو هركار له لاسه كیږی، ترسره ئې كړو، څرګنده كړه: په دې ډګر كښې پكار دی خارجه ډيپلماسی هم په لا فعاله توګه عمل وكړی او په هغو ټولو اړمونو سره چې لری ئې كوشش وكړی چې د دغه بې رحمانه وژلې مخه ونيسی.
د رهبری خبرګانو د جرګې د رئيسه هيئت غړی په برما يا ميانمار كښې د مسلمانانو بې رحمانه وژلې ته په اشارې سره «إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ» آيت باندې استناد وكړ او وئې وئيل: د قرآن كريم له نظره اسلامی امت يو واحد امت دے او په دې نظر سره نشو كولې د هغو فجيعو پیښو په وړاندې چې په اسلامی نړۍ باندې تيریږی، بې پروا شو او غلی كښينو.
آيت الله خاتمی په دې بيان سره چې كۀ د نړۍ په يوګوټ كښې يوه وړه پیښه هم رامينځته شی نو امريكا پرې د خلكو غوږونه كاڼه كړی خو په ميانمار كښې ې مسلمانان وژل كیږی، هیڅ غبرګون نه ښئی څرګنده كړه: دغه وژله د بين المللی سازمانونو د سترګو او چپتيا په وړاندې بڼه نيسی او پكار دی ژرترژره د دغې غميزه ناكې وژلې مخه ونيوې شی. 1065184