د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې، د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان رئيس محمدباقرخرمشاد بیګا شپه د قرآن كريم د شلم نندارتون په بين المللی برخه كښې چې د دغه سازمان د فرهنګی مرستيالۍ او د قرآنی او دينی معارفو د چارو د كمیټې په مشاركت سره جوړه شوې، په يولړ ويناؤ كښې د دغه نندارتون د بين المللی برخې په جوړولو كښې د خپل سازمان له مشاركت څخه كورنيو او بهرنيو ميلمنو ته د هركلی وئيلو په ترڅ كښې خوښی څرګنده كړه او وئې وئيل: د خدای تعالی(ج) شكر ادا كوو چې مونږ ته ئې فرصت رابرخه كړ چې د قرآن په ترويجولو كښې خپله ونډه ادا كړو.
دوی د قرآن كريم د شلم نړيوال نندارتون د جوړولو د اهميت په بيانولو كښې څرګنده كړه: له تيرو شلو كالو نه تراوسه پورې د دغه خوزښت دوام نه يووازې د خپل آسمانی كتاب سره د ايران دمسلمانو خلكو د عشق، مينې او ورباندې د ايمان نښه ده بلكې د دې ګواه دے چې ايرانيانو خپل هنر د قرآن كريم د نوم د لوړاوی په خدمت كښې راوستے دے. 1066809