د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د lebanonfiles د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د لبنان د حزب الله عمومی سېكتر نن شپه د روژه ماتی په يو لړ مراسمو كښې چې په لبنان كښې له اسلامی مقاومت څخه دملاتړ د پلاوی لخوا جوړیږی د وېډيو كانفرنس له لارې خپله وېنا وړاندې كوی.
هغۀ تېره هفته د بېروت په جنوبی ضاحيه كښې د شهيد په موسسه كښې د شهيدانود اولاد د فارغ التحصيلۍ په مناسبت سره په خپله يوه وېنا كښې تاكيد كړے ؤ چې نن مونږ له يو بل ډول جنګ سره مخامخ يو چې امام خامنه ای مدظله العالی د نرم جنګ په نامه ياد كړے دے او امريكا او صهيونېسټ رژيم یې مشری په غاړه لری.
1068021