IQNA

د نړۍ ترټولو وړوكے قرآن پاك همهغه شان د ايران دے

23:05 - August 01, 2012
د خبر لمبر: 2383424
د هنر ډله: يو وړوكی ليكل كونكی هنرمند د نړۍ د ترټولو كوچنی قرآن د وړاندې كولو په هكله د قرآن په نندارتون كښې د پاكستان د غرفې د مسئولانو ادعا ته په غبرګون كښې ووئيل: د دنيا ترټولو وړوكے قرآن همهغه شان د ايران دے.
د نړۍ د وركوټو ليكنو كاتب او د نړۍ د ترټولو وړوكی قرآن د پروژې مدير سيدعلی مجابی چې د ایټمی ګواښونو نه وروسته ئې اوباما ته د نړۍ ترټولو وړوكے ليك ليكلے وو او همداراز ئې د وريجې د يوې دانې په دريمه برخه ئې د امام خمينی(رح) انځور د نړۍ د ترټولو وړوكی انځور په توګه جوړ كړے دے، د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د نړۍ د ترټولو وركوټی قرآن د وړاندې كولو په هكله د قرآن په نړيوال نندارتون كښې د پاكستان په غرفه كښې د دغه هيواد د استازی د ادعا خبر وركړ.
دۀ ووئيل: ما په تيرو دوو كالو كښې د جنوبی كوريا، روسیې، عراق، عربستان او اماراتو په شمول په څو بين المللی نندارتونونو كښې ګډون كړے دے او د نړۍ ترټولو وړوكې خوربينی قرآن مې نندارې ته وړاندې كړے دے چې د هغه د پروژې مشری هم په غاړه لرم.
دۀ زياته كړه: دغه قرآن په ٧.٥ سينټی میټرې دوو مخونو كښې ليكل شوے دے، جلد ئې د سروزرو او جواهرو دے او پكښې د پاقوتو، برليانو او زمردو په شمول ٩٥٢٦جواهراتی ګاڼی استعمال شوی دی.
1067500


captcha