IQNA

د برما د سفارت مخې ته د بلجيم د مسلمانانو احتجاجی غونډه

18:22 - August 02, 2012
د خبر لمبر: 2383778
نړيواله ډله: د بلجيم مسلمانانو په برما كښې د اسلام د پېروكارو د قتل عام په دوام باندې د احتجاج لپاره سبا د جمعې په ورځ د زمری دمياشتې په ديارلسمه نېټه په بروكسل كښې د دغه هېواد د سفارت په وړاندې غونډه كوی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د islamenfrance د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په برما كښې د روهينګيا د مسلمانانو د قتل عام په مقابل كښې د نړيوالې ټولنې له خاموشۍ وروسته د بلجيم يو شمېر مسلمانانو د اېنټر نټی د يو كمپېن په تشكيلولو سره په بروكسل كښې د برما د سفارت په وړاندې د احتجاجی مظاهرو له جوړولو څخه خبر وركړ.
د دغې بلنې په يوه برخه كښې راغلی دی: د اسلامی تعليماتو له مخې مسلمانان د يو بل وروڼه دی او د هر ورور وظيفه ده د خپل دينی ورور ملاتړ وكړی. نو مونږ هم په دغه اصل باندې په اعتقاد سره او په برما كښې د مسلمانانو د قتل عام په مقابل كښې د نړيوالې ټولنې په خاموشۍ باندې په اعتراض كښې سبا د جمعې په ورځ په بروكسل كښې د برما د سفارت په وړاندې احتجاجی غونډو وكړو.
همدارنګ د بلجيم د برابری نومې انجمن هم د يوې بيانیې په جاری كولو سره له دغه كمپېن څخه په ملاتړ سره اعلان وكړ مونږ د هغو كسانو طرفدار يو چې ظلم ورباندې شوے وی او زمونږ بېلګه هم د فلسطين مقاومت دے.
1068442
captcha