د بين المللی مقاومت د شعر د دويمې كنګرې د دارالانشاء له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی مقاومت د شعر د كنګرې تحصصی ناسته به په تهران كښې د دغې كنګرې له پيليدو نه مخكښې ترسره شی.
د دغې كنګرې د دويمې تخصصی غونډې د ترسره كولو مسئول رضااسماعيلی په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې دغه غونډه د اسلامی بيدارۍ د ورځې سره په يووخت ده، زياته كړه: د دغې غونډې اهداف په ټولنه كښې د مقاومت د ادبياتو د مقولې په نسبت په تيره بيا د فرهنګ په خاوندانو كښې د لازيات شناخت رامينځته كول دی.
دۀ اعلان وكړ: سږ كال درې تخصصی ناستې د شعر د كنګرې د برنامو برخه وه چې وړومبۍ ئې د تيرې چنګاښ د مياشتې په ٢٧نیټه په تبريز ښار كښې ترسره شوه. دويمه غونډه ئې هم په تهران كښې او د مقاومت د ورځې سره په يو وخت او دريمه غونډه به ئې په زاهدان كښې ترسره شی.
اسماعيلی چې د كنګرې د علمی هيئت غړے هم دے، د دويمې غونډې د موضوع په هكله ووئيل: د اسلامی بيدارۍ او مقاومت د ادبياتو په هكله د علمی مقالو څیړنه د دغې غونډې اصلی موضوع ده. همداراز د ميلمنو شاعرانو لخوا به د مقاومت د ادبياتو په هكله يوشمير اشعار هم واورول شی. 1068090